انصار:( د مرغومی ۲۳ مه)، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، چې پاکستان له څلوېښت کالو راهیسې د افغانانو کوربه توب کړی او دا کوربه توب باید اوس په اوبو لاهو نه شي
خلیل الرحمن حقاني د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره په کتنه کې ویلي، افغان کډوالو ته باید وخت ورکړل شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
په همدې حال کې فضل الرحمن ویلي چې د کډوالو په زوره شړلو سره د دوی انساني حقونه تر پښو لاندې کېږي.
هغه ویلي، د افغان کډوالو لپاره یې پخوا هم غږ پورته کړی او اوس هم هڅې کوي.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت د تېر کال نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۵ سوه زره ډېر افغان کډوال په زوره راشړلي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29565
قرأ